د پاکستان پخواني لومړي وزیر، عمران خان چې خپل پلویانو د می په ۲۵ مه سړکونو ته په مظاهرې را بللی، د پاکستان په څو لویو ښارونو کې وضعیت ګډوډ کړی دی.
د خان پلویان، چې له لاهور او کراچۍ وروسته په اسلام اباد کې هم سړکونو ته راوتلي وو، د پاکستاني امنیتي ځواکونو سره مخ شول.
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د پاکستان پر پوځ غږ کړی چې د قهرجنو مظاهره چیانو په وړاندي لاس په کار شي.
له اسلام اباده د رسېدلي راپورونو له مخې مظاهره چیانو د ښار په ځینو سیمو کې ونو او موټرو ته اور ورته کړی دی.
ويل کيږي هغه اور وژونکي چې سیمې ته د اور وژنې لپاره راغلي وو هم د تحریک انصاف پلویانو لخوا تر برید لاندي راغلي.
تر دې مخکې انډیپنډنټ ورځپاڼې د یوې وېډيو، چې د مظاهره چیانو ستر کاروان یې ښودل، په خپرولو سره راپور ورکړی و چې مظاهره چیان د عمران خان په مشري پنجاب ته رسېدلی او اعلان یې کړی چې پلازمېنې اسلام اباد ته به ځي.
عمران خان چې د سه شنبې په ورځ یې له خپلو پلویانو وغوښتل چې سړکونو ته راووځي؛ ویلي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي تر څو چې د ټاکنو کره نېټه نه وي ټاکل شوې او په هېواد کې جرګه لغوه شوې نه وي.
د یادولو وړ ده چې نوموړی د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان د پارلمان له خوا له دندې ګوښه شو او پر ځای یې شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.