د هېواد د کرکټ بورډ پخوانی رییس د اسنادو د درغلۍ په تور ونیول شو

لخوا Aamaj News

سرچینې مني چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رییس عزیزالله فضلي د جعلي اسنادو جوړولو له هڅې وروسته نیول شوی.

د سرچینو په وینا فضلي د هېواد کرکټ بورډ ریاست ته د رسېدو لپاره د جعلي اسنادو جوړولو هڅه کړې ده.

عزیزالله فضلي په یادو جعلي اسنادو کې هڅه کړې؛ چې یوځل بیا ځان د افغانستان د کرکټ بورد مشر وپېژني.

ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په امر نیول شوی او اوس تر څېړنو لاندې دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی فضلي په جعلي حکم سره د کرکټ بورډ د رییس په توګه د ځان ورپېژندلو هڅه کړي. هغه ورته هڅې د طالبانو حکومت په لومړیو ورځو کې هم کړي وې او د څه مودې لپاره یې ځان د موقت رییس په توګه منصوب کړی وو؛ خو ګوښه شو.

سرچینو ویلي چې د عزیزالله فضلي له ګوښه کېدو وروسته، نوموړي بیا هم د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) ته برېښنالیکونه استولي چې پکې ویل شوي هغه کسان چې د طالبانو لخوا د کرکټ بورډ مشرتابه ټاکل شوي، د ښځو د کرکټ مخالف دي.

طالب حکومتي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ