په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه د امریکا متقاعد پوځي او د (سيآیاې)پخواني مشر ډیویډ پیټریوس له اندېښنې سره ویلي، له وړاندې یې وړاندوینه شوې وه چې طالبان به د امنیت ټینګولو توان ونه لري.
هغه د امریکا ږغ سره په مرکه کي وویل، «په یاد ولرئ چې موږ دمخه ویره درلوده چې د طالبانو واک ته رسېدو سره به دوی ونه شي کولی د افغانستان په ټوله خاوره کي امنیت ټینګ کړي. وروستی تاوتریخوالی او د مختلفو ډلو انسجام د طالبانو لپاره امنیتی ستونزې رامنځته کړی دی.»
نوموړی په دې باور دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل د طالبانو له خوا د زرګونو افغان بندیانو خوشې کېدل دي.
د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو د غړو په خوشې کېدو سره دغه ډلې بېرته ځواکمن شوي او خپل بريدونه پيلوي.
د سيآیاې دغه پخواني مشر په په دغه مرکه کي په افغانستان کې د امریکايي تجهیزاتو پاتې کېدل د اندېښنې وړ وبلل. خو هغه زياته کړه چې دا وسلې هغومره جدي نه دي لکه څنګه چې راپور شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو چي د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت هغه پوځي تجهیزات چي افغان حکومت ته سپارلی وو, له افغانستانه تر وتلو وروسته پریېښي دي.