امریکا او چین پر شمالي کوریا د لازیاتو بندیزونو غوښتونکي شوي

لخوا Aamaj News

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، جک سالیوان د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې، پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د لازیاتو بندیزونو غوښتونکی شوی.

په ورته وخت کې، واشنګټن خبرداری ورکړی چې تر ٢٠١٧ کال وروسته د شمالي کوریا اټمي آزموینه ممکن په هر وخت کې تر سره شي؛ له همدې وجهي امریکا پر شمالي کوریا د لازیاتو بندیزونو غوښتونکې ده.

دغه امریکایي چارواکي د چین د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې همدارنګه زیاته کړې چې واشنګټن او پکن کولای شي په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د شمالي کوریا په اړه همکاري وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مخکني پرېکړه لیک څخه، د بالیستیک توغندۍ په توغولو سره په سرغړوني، د اټومي ازمویني لپاره چمتووالی لري او دا متحده ایالاتو ته د اندېښنې وړ ده.

په ورته مهال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن تېره ورځ (دوشنبه) خپل د جنوبي کوریا سیال سره په لیدنه کې له چین څخه غوښتي څو شمالي کوریا وهڅوي چې خپل اټومي ازموینه ودروي.

شمالي کوریا، په تېره زېږیدیز میاشت کې، بالیستیک توغندۍ ازمولي چې په سیمه کې یې لازیاتي اندېښنې پارولي.

د دغو توغندیو د توغولو په غبرګون، جاپان هم له امریکا سره ګډ پوځي تمرین پیل کړی، همدارنګه سویلي کوریا د شمالي کوریا په ځواب کې له امریکا سره په ګډه څو بالیستک توغندي ازمولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ