تایوان ته د امریکا استازو مجلس د رییسې ناسي پلوسي له سفر وروسته، چین د یادې جزیرې شااوخوا اوبو کې خپل تر ټولو لوی پوځي مانور پیل کړی دی.
بېجېنګ د پلوسي د سفر په غبرګون کې خبر ورکړ چې نن (پنج شنبه د زمري ۱۳مه) د پینځو ورځو لپاره «لازم او عادلانه» پوځي مانورونه ترسره کوي.
دا مانور چې په سیمهییز وخت ۱۲ بجې پیل شوی، د تایوان ۲۰ کیلومترۍ فاصله کې په څو سیمو کې دریښتینو جګړهییزو مرمیو په ویشتلو سره دوام لري.
په ورته وخت کې، تایوان ویلي چې چین هڅه کړي ترڅو سیمه کې شته وضعیت بدل کړي.
د تایوان پوځي چارواکو ویلي چې د یاد مانور رسمي پیل وړاندې د چین ۲۷ جګړهییزې الوتکې د یاد هېواد پدافنډ هوایي سیمې ته دننه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازو مجلس مشرې د بیجینګ څو ځلې خبرداریو سربېره، تایپي ته سفر وکړ او د تایوان ولسمشر په ګډون د یاد هېواد له چارواکو سره یې ولیدل.