د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژائو لیجیان وایي چې هېواد یې له امریکا غوښتي، تر څو بې له کوم ځنډ څخه د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.
نوموړي نن خبریالانو ته وویل: «یو اړخیز بندیز» او د افغانستان بهرنیو شتمنیو کنګل کول؛ د دې هېواد ټولو خلکو ته «یو ځایي جزا ورکولو» په مانا دي.
دا په داسې حال کې ده چې قدرت ته د طالبانو له رسېدو وروسته، امریکا د افغانستان مرکزي بانک ذخیرې چې ۹،۴ میلیارده ډالر ارزښت لري، کنګل کړې دي.