په افغانستان کې د چین سفیر: د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د چین سفیر، وانګ یو وایي چې هیواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او شخصي ګټي او نفوذ ساحه نه غواړي.

په افغانستان کې د چین سفیر نن (شنبه، زمري ٨مه) پخپل ټویټر کې لیکلی، د هر هغه آوازې چې د چین او افغانستان دوستي زیانمنوي، مخالف دی.

ښاغلي یو زیاته کړې، هېواد یې چمتو دی چې د افغانانو د ژوند په برخه او د خپلواکې پراختیا لپاره د ظرفیتونو لوړولو لپاره له طالبانو سره ګټوره دوه اړخیزه همکاري وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه د زمري ۷مه) په یوه بینیه کې اعلان وکړ چې هېواد یې افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیلوي او د هېواد ۹۸ سلنه توکي له مالیې پرته چین ته د داخلېدو آسانتیاوي برابروي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ