چين یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي؛ تر څو د افغانستان مرکزي بانګ شتمنۍ آزادې کړي.
همداشان د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین دوشنبې د “جدي ۲۰ مه” په یوه خبري ناسته کې وغوښتل؛ تر څو پر افغانستان یو اړخیز بندیزونه لرې شي.
نوموړي زیاته کړې: “د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ناورین پیلونکي په توګه نه باید په دې ډول خپلې پښې سپکې کړي. یو اړخیز بندیزونه په افغانستان کې ژوند او اقتصادي وضعیت لا خرابوي. موږ له امریکا غواړو چې په ژور توګه خپلې غلطۍ درک کړي، خپلو نړیوالو مسؤلیتونو ته اوږه ورکړي، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي او ژر تر ژره په دې هېواد یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.”
وروسته له هغې چې تې کال د اګېسټ په ۱۵ مه طالبانو کابل ونیولو، امریکا د افغانستان مرکزي بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمني بنده کړه.