د چین سفیر له برادر سره په لیدنه کې له فساد سره د مبارزې او د طالبانو د صفونو د تصفیې غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د صدراعظم ملا محمد حسن آخند لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې د چین له سفیر سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې برادر د چین له مرستو ستاینه او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره باید بنسټیز ګامونه پورته شي.

د چین سفیر هم له طالبانو څخه؛ له فساد سره د مبارزې، د دولت کارکوونکو د معاشونو ورکول، د طالبانو د صفونو تصفیې او د امنیت د ټینګښت غوښتونکی شوی. نوووړي زیاته کړې؛ چې چين د طالبانو حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې هم چین د افغانستان خلکو لپاره کرونا واکسین او بشري مرستې را لېږلې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ