د افغانستان مرکزي بانک نن (یکشنبه، د سلواغې ۲۴مه) د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي؛ چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، ۳۲ میلیون امریکایي ډالره کابل ته راورسېدل او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شول.
د هېواد مرکزي بانک د اعلامیې پر بنسټ، له افغانستان سره د نقدو بشري مرستو له پیل څخه بیا تر اوسه په ټولهییز ډول ۱۳ ځلې مرستندویه بستې د افغانستان نړیوال بانک ته رسېدلې دي چې ټول ټال ۳۴۵ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکایي ډالره کېږي.
مرکزي بانک له یادو مرستو ستاینه کړي او له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي چې د بانکي راکړې ورکړې په برخه کې هم باید له افغانستان سره مرسته وشي.
دغه بانک زیاته کړې؛ چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره باید د ګټور تعامل لارې چارې برابرې شي.
2 تبصرې
Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing
… [Trackback]
[…] Read More on that Topic: aamajnews24.com/ps/cash-aids/ […]