مرکزي بانک نن چهارشنبه (د سلواغه ۱۷مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانستان ته د بشري مرستو د لړۍ د یوې برخې په توګه د ۳۲ میلیونه ډالرو بشري مرستو بسته کابل ته رسېدلې ده.
مرکزي بانک زیاته کړه چې دا پنځلسمه بسته ده چې کابل ته راځي او له افغانستان سره د بشري مرستو له پیل راهیسې به د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شي.
مرکزي بانک د دې مرستې ستاینه کوي او په مرسته کوونکو هېوادونو غږ کوي چې له افغانستان سره د بانکي اړیکو د اسانتیا په برخه کې همکاري وکړي.