د کاناډا د دفاع وزیرې، انیتا آنند ویلي دي چې بیا واک ته د طالبانو رسېدل د هغه هیواد د وسله والو ځواکونو د هغو غړو لپاره چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی د «زړه ماتوني تومنه» ده.
د ګلوبل نیوز په حواله د کاناډا د دفاع وزیرې پرون د دغه هیواد د ځانګړې پارلماني کمېټې په غونډه کي زیاته کړې: «کاناډا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو هیڅ پلان نه لري.»
په همدې حال مېرمن آنند د افغان کډوالو د کم شمېر او افغانانو ته د بشري مرستو د لېږلو د څرنګوالي په اړه د دغه هیواد د ولسي جرګې لخوا له پوښتنو سره مخ شوه.
آنند د دې پوښتنې په ځواب کي چي ولي کاناډا یوازي ۳۷۰۰ کسان له افغانستانه ایستلي، زیاته کړه چي هيواد یې تر اوسه د افغانانو ۷۵۰۰ غوښتنې ترلاسه کړي چې د کاناډا له حکومت سره یې د همکارۍ ادعا کړې ده.
د هغې په وینا، د کاناډا د دفاع وزارت ۳۸۰۰ دوسیې تایید کړی او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې د کورنیو په ګډون د کاناډا د کډوالۍ وزارت لخوا منل شوي دي.
د ویلو وړ ده چي کاناډا په دې وروستیو کې د خپلو هغو افغان همکارانو د نه ایستلو له امله تر سختو نیوکو لاندي راغلی چي له تېرو شلو کلونو راهیسي یې ورسره کار کړی دی.