کاناډا: هره اونۍ سلګونه افغان کډوال دغه هېواد ته داخلېږي

لخوا Aamaj News

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر وايي، د طالبانو د په لاس تر  نسکورېدو وروسته کاناډا شاوخوا ۱۲۵۰۰ افغانان دغه هیواد ته لېږدولي دي.

ښاغلي فریزر په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۳۳۶ افغانانو وروستۍ ډله د شنبې په ورځ له پاکستان څخه د کاناډا ټورنټو ته ورسېده.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه چې دوی د هغو افغان اتباعو چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره کار کړی او نور هغه افغانان چې د ژورنالیستانو، د مدني ټولنې د فعالانو او ښځو په توګه مخور وو او  ژوند يې په خطر کي دی د لېږد پر ژمنتیا ولاړ  دي.

هغه زیاته کړې چې دغه افغانان په افغانستان کې د کاناډا د ماموریت همکاران وو چې فعالیتونه یې د ستاینې وړ دي.

د کاناډا حکومت وايي، دې هېواد ته د افغان کډوالو د استولو لړۍ دوام لري، چې هره اوونۍ له پاکستان او تاجکستان څخه سلګونه افغان کډوال کاناډا ته ستنېږي.

دغه هیواد همدا راز ژمنه کړې چې د راتلونکي ميلادي کال تر پایه به ۴۰ زره افغانان کاناډا ته ولېږدوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ