د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر: له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د لرې‌کولو لپاره د افغان طالبانو بریدونه ویجاړونکي دي

لخوا Aamaj News

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي وايي، د افغان طالبانو بریدونه له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د لرې‌کولو لپاره ویجاړونکي دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې وکړې او له نړۍ یې وغوښتل چې طالبان دې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو اعمالو حساب‌ورکولو ته اړ کړي. «ځکه چې د ښځو حقونه د خبرو اترو وړ نه دي.»

مېرمن جولي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نجونو او مېرمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې چې څه پېښېږي وڅاري.

هغې دا هم وویل: «که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ونه کړي، موږ به یو له اصلي ستنو څخه خیانت وکړو چې ملګري ملتونه جوړ شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي، له زده‌کړو نیولې تر لیدو کتو او د هغوی د جامو اغوستلو پورې.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Family Radio 316 November 5, 2023 - 6:01 am

Thank you for great article. I look forward to the continuation.

ځواب

یو نظر پریږدئ