د کاناډا دولت خبر ورکړی دی چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو او جمعیت زیادولو لپاره د کډوالو منلو سیاست ته دوام ورکوي.
د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر تېره ورځ (سهشنبه) یوه خبري ناسته کې ویلي چې هېواد یې هوډ لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې هر کال ۵۰۰ زره کډوال ومني.
د کاناډا د کډوالو وزیر زیاته کړې ده، چې له کرونا وروسته د اقتصاد پیاوړتیا، د جمعیت د ستونزې هوارولو او ماهرو کارګرو ته د دې هېواد د اړتیا لپاره په پام کې لري چې خپل جمعیت له کډوالو سره پورته یوسي.
په ورته وخت کې د کاناډا د سوداګرۍ شورا رییسې ګولډي هېدر له دې پرېکړې هرکلی کړی دی او ټینګار یې کړی یوازې ۵۸.۵ سلنه له هغه کسانو څخه چې دې هېواد ته د دایمي پاتې کېدو لپاره راځي، تکړه کارګران دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پخواني حکومت له سقوط وروسته، کاناډا څه باندې ۲۵زره افغانان لېږدولي او ځای پر ځای کړي دي.