د امریکا ولسمشر جو بایډن (پنجشنبه ورځ، د سلواغې ۲۸ مه) وویل چې اوس داسې نښې شته چې په څو راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې عزم ښکاروي.
جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي؛ چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره د بهانې په لټه کې ده.
نوموړي زیاته کړي: “هره نښه چې لرو داده؛ چې دوی پر اوکراین برید ته چمتو دي. پر اوکراین د روسیې د برید احتمال (ډېر زیات) دی.”
امریکا او یو شمېر لوېديځو هېوادونو څو ځلې روسیه پر اوکراین د برید لپاره د بهانې پلټول لپاره تورنه کړې.
خو مسکو پر اوکراین د برید هر ډول پروګرام رد کوي.
روسیې دا اونۍ خبر ورکړی چې خپل یو شمېر سرتېري د اوکراین له پولې شاته کړي.
خو امریکا روسیه تورنه کړې؛ چې شاتګ یې نه دی کړی، بلکې له اوکراین سره پولې ته یې نور زیات سرتېري لېږلي. د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې روسیې تېرو شپو ورځو کې اووه زره نور سرتېري هم له پخوانیو سرتېرو سره يوځای کړي.