د بریتانیا د استخباراتو رئیس: افغانستان به یوځل بیا د ترهګریزو ډلو په پټنځای بدل شي

لخوا Aamaj News

د بریتانیا کورنیو استخباراتو سازمان رئیس، کن مک کالوم خبرداری ورکړی؛ چې افغانستان به یوځل بیا د “ترهګریزو” ډلو د روزنې په ځای بدل شي.

نوموړي د ډېلي میل بریتانیوی ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې د انګلیس افراط ګرایان افغانستان ته د سفر په لټه کې دي.

نوموړي له دې وړاندې ویلي و؛ چې افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو افراط‌ګرایان “غښتلي” کړي.

د بریتانیا دغه چارواکي ویلي؛ چې افغانستان کولی شي د سوریې په توګه چې له داعش ډلې سره د یوځای کېدو لپاره یې هجوم راوړی، د انګلیس افراط‌ګرایونو په همغه ډول شوی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې لوېدیځو چارواکو افغانستان د ترهګرۍ په پټنځایه له بدلېدو خبرداری ورکړی. د دې سربېره؛ طالبان وایي چې د افغانستان له خاورې هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې نورو هېوادونو ته ګواښ ووسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ