د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د بلخ – حیرتان لارې له دوامداره بندېدو شکایت لري.
دوی له آماج سره په خبرو کې وایي چې له یوې اونۍ را په دېخوا یاده لاره د طوفانونو له امله د مسافر وړونکو او باربرۍ موټرونو په مخ تړل شوې ده.
دوی د طالب چارواکو له نه پاملرنې څخه په ناخوښۍ ویلي چې هره ورځ ساعتونه د لارې پرانیستو ته په تمه دي او دا د دې لامل شوی چې څو موټرونه له سرک بهر شي او د خلکو ځان خوندیتوب له خطر سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د بلخ اوسېدونکو د یادې لارې له بندېدو څو ځلې شکایت درلود.
د مزارشریف – حیرتان لار یوه له مهمو ترانزیتي او مواصلاتي لارو ده چې بلخ ولایت د حیرتانو بندر له لارې له ازبېکستان سره نښلوي.