نیمروز کې له ایراني پوله‌ساتو سره د طالبانو نښته؛ یو طالب ووژل شو

لخوا Aamaj News

په نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې ایراني پوله‌ساتي او طالب ځواکونه یو ځل بیا نښتي دي.

د سرچینو په وینا؛ دا نښته نن (یک‌شنبه د زمري۹مه) له غرمې وروسته د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ په درویشوک سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې دا مني چې د ایراني پوله‌ساتو او طالبانو ترمنځ نښته کې یو طالب وژل شوی او یو تن بل طالب ټپي شوی.

نیمروز کې د طالبانو پوله‌ییز قومندان ویلي چې دا نښته لومړی د ایران پوله‌ییزو ځواکونو لخوا پیل شوې.

بل پلو د ایران فارس خبري آژانس چې سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده له ایراني چارواکو څخه په نقل قول یې راپور ورکړی، چې ساعت وړاندې د هېرمند شغالک سیمه کې د طالب ځواکونو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پېښه شوې.

د ایران هېرمند قومندان ویلي چې دا نښته د طالبانو پوله‌ییز تېري په پایله کې ترسره شوې ده.

د یادې نښتې اصلي لامل لا نه دی څرګند شوی.

طالبان او ایراني پوله‌ساتي له دې وړاندې هم د نیمروز ولایت پوله‌ییزو سیمو کې سره نښتي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ