د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین جګړې له پیل وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې اتر وکړې

لخوا Aamaj News

د امریکا بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل روسي سیال سرګئي لاوروف سره تلیفوني خبرې وکړې.

دا خبرې اترې تېره ورځ (جمعه د جولای ۲۹مه) شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا تلیفوني خبرې چټکې او ښکاره وې او نوموړي خپل روسي سیال سرګئي لاوروف ته ویلي، چې نړۍ هېڅکله له روسیې سره د اوکراین خاورې یوځای کېدل نه مني.

نوموړي همداشان له روسیې غوښتي چې باید اوکرین د غلو محصلولاتو د صدور په هوکړه لیک کې پر خپلو ژمنو درېږي او عملي یې کړي.

سرګئي لاوروف په دې خبرواترو کې زیاته کړې چې کرملین به د خپلو «ځانګړو پوځي عملیاتو» موخو ته ورسېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر همداشان له اوکراین سره د لوېدیځ له پوځي مرستو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا کړنه یوازې جګړه اوږدوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر په یوه بیانیه کې ویلي چې یادو خبرو اترو کې لاوروف له بلېنکن وغوښتل چې له پروپاګند او رسنیو کې جعلي خبرونو ته له پاملرنې مخنیوی وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (پنج‌شنبه د فبروري ۲۴مه) د «ځانګړو عملیاتو» تر نوم لاندې پر اوکراین د برید امر وکړ او په دې ډول د مسکو او کي‌یف کړکېچنې اړیکې پر پوځي مخ کېدو بدلې شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ