د القاعدې رهبر کابل کې ووژل شو؛ امریکا: طالبانو د الظواهري په کوربه‌توب او پناه ورکولو سره د دوحې هوکړه لیک څخه سرغړونه وکړه

لخوا Aamaj News

کابل کې د القاعدې رهبر د له وژل کېدو وروسته، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي چې طالبانو د الظواهري په کوربه‌توب او پناه ورکولو سره د دوحې له هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.

بلېنکن د الظواهري وژل کېدو په غبرګون یوه بیانیه کې ویلي، چې طالبانو نړیوالو ته ډاډ ورکړی وو چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت ګواښلو لپاره د ترورېستانو لخوا وکارول شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي: «طالبانو همداشان د افغانستان له خلکو او د په رسمیت پېژندلو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کولو لپاره د خپل میل سره هم خیانت کړی دی.»

بلېنکن زیاته کړې چې خپل ژمنو عملي کولو ته د نه میل درلودلو یا ناتوانایۍ ته په پاملرنې سره، امریکا به د افغانستان له خلکو څخه خپلو بشري مرستو ملاتړ او د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو قوي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه شپه په یوه تلویزیوني وینا کې خبر ورکړ چې ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینه کې د امریکا ځواکونو یو هوایي برید کې وژل شوی.

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکایي ځواکونو هوایي برید په منلو سره ویلي، دا برید چې په هره موخه او بهانه ترسره شوی وي، طالبان یې غنده کړي او دوی دا کړنه د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له هوکړه لیک څخه سرغړونه بولي.

خو طالبانو لا په افغانستان کې د امریکا لخوا د ایمن الظواهري د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ