د امریکا متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن نن “شنبه د جدی ۱۱” په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ داسې تګ لارې څېړي چې پر بنسټ یې د افغانستان اقتصاد ته ډېرې پیسې دننه شي.
بلینکن د نوي میلادي کال لپاره د خپل هېواد د بهرني سیاست د پلانونو له شرحه کولو سره ویلي؛ چې د افغانستان اقتصاد ته د نقدو پیسو دننه کولو لپاره بېلا بېلې لارې چارې تر څېړنې لاندې لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر یاده ناسته کې څرګنده کړې؛ چې دې وروستیو کې د افغانستان ۲۸۰ میلیون ډالرو شتمنۍ په آزادولو کې امریکا رول درلود او زیاته کړې یې ده: ” موږ په چټکۍ شره د هغه لارو چارو په لټه کې یو؛ تر څو ډېرې نقدې پیسې د افغانستان اقتصاد ته دننه کړو؟ تر څو د خلکو جېبونو ته ډېرې پیسې ورسوو.”
د بلینکن په وینا؛ امریکا به له خپلو شریکانو سره دا کړنه په داسې ډول ترسره کړي، چې په مستقیم ډول د طالبانو په ګټه نه وي؛ خو په مستقیم ډول خلکو ته ورسېږي.
بلینکن طالبانو ته په اشارې سره وویل؛ د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل، له بشري حقونو څخه په ملاتړ، فردي خپلواکي، د قصد اخیستونکو بریدونو بندولو او له ترورېزم سره پر مبارزې او ورته کړنو پورې تړاو لري، چې که چېرې غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید خپل سیاستونه اصلاح کړي.
بلینکن په داسې حال کې دا څرګندونې کړي؛ چې د طالبانو واکمنۍ له رامنځته کېدو سره؛ په افغانستان کې اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلې دي او همداشان د هېواد بانکي سیستم د لمنځه تلو په حال کې دی.
2 تبصرې
I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav
very informative articles or reviews at this time.