د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: روسیې په اوکراین کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

لخوا Aamaj News

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي؛ چې خپله په دې باور دی، چې روسیې په اوکراین کې جنګي جنایتونه ترسره کړي.

بلېنکن زیاته کړې: «د ملکي وګړو موخه ګرځول جنګي جنایت دی.»

د بلېنکن په وینا؛ په امریکا کې حقوقي کارپوهان، په اوکراین کې د روسي پوځیانو احتمالي جنګي جنایتونو په ارزونه او مستند کولو بوخت دي.

په ورته وخت کې؛ له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل روسی سیال «جنګي جنایت کوونکی» وبللو.

کرملین د دې خبرو په رد سره؛ هغه «نه بښونکې خبرې» وبللې.

په ورته وخت کې ملګر ملتونه وایي؛ چې پر اوکراین د روسیې د برید له وخت څخه، درې اونۍ وړاندې د ۵۲ ماشومانو په ګډون څه باندې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي.

اوکراین او غربي ملاتړي یې روسیه د ملکي وګړو په موخه ګرځولو تورنوي. روسیې په اوکراین کې خپلې پوځي کړنې«ځانګړي عملیات» بلبي او پر ملکي وګړو هر ډول برید رد کوي، خو دا مني چې د اوکراین پوځي ودانۍ یې موخه ګرځولې دي.

د دې ټولو سربېره؛ ښایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه په اوکراین کې له ملکي وګړو وګړو څخه د ملاتړ او مرستو رسولو لپاره د روسیې د غوښتنې لپاره رایه اچونه وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ