عمران خان بېل ګېټس ته: افغانستان له انساني ناورین څخه د مخنیو لپاره ژر تر ژره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (پنجشنبه، د سلوغې ۲۹مه) د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس ته ویلي؛ چې ماشومانو د ګوزڼ “پولیو” ویروس د خپرېدو د سرچینې په توګه، له انساني ناورین څخه د مخنیو لپاره ژر تر ژره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

عمران خان نن په اسلام آباد کې له بېل ګېټس سره په خپله لیدنه کې، د ماشومان ګوزڼ”پولیو” ویروس د ریښو وېستلو لپاره د پاکستان له ژمنتیا خبر ورکړ.

د یادونې وړ ده؛ چې پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ”پولیو” ویروس په دې هېوادونو کې شته.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په روغتیایي چارو کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان ځانګړي سکرتر ډاکټر فیصل سلطان نن په یو ټويټ کې اسلام آباد ته د بېل ګېټس له سفر خبر ورکړی و.

سلطان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې بېل ګېټس به په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ریښې وېستلو اړوند پرمختګونه وڅېړي او له ولسمشر، ډاګټر عارف علوي او د روغتیا نورو چارواکو سره به وګوري.

فیصل سلطان همداشان زیاته کړې؛ چې د مایکروسافټ بنسټګر به پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې، په پاکستان کې له کرونا ویروس او د ماشومانو د ګوزڼ ویروس څخه د مخنیوي په موخه ترسره شویو کړنو په اړه څرګندونې وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د روغتیا ځانګړي سکرتر په وینا؛ بېل ګېټس به د پاکستان ملي عملیاتي او قومندانۍ مرکز څخه هم لیدنه وکړي.

همداشان دا پاکستان ته د بېل ګېټس لومړی سفر دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ