د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن خبرو ته غبرګون وښودلی او یوه خبرپاڼه کې یې لیکلي، موږ په مطلق ډول دا نه منو چې افغانستان د یووالي ظرفیت نه لري. د طالبانو خبرپاڼې زیاته کړې؛ هغه معقوله چې “افغانستان د امپراتوریو هدیره ده” د افغانانو پر یووالي دلالت کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ موږ وینو چې طالبانو له کمو سرچینو سره په کم وخت کې امنیت تأمین، مرکزي حکومت جوړ او د ملت تر منځ یې یووالی ټینګ کړی.
د یادې خبرپاڼې په پای کې لیکل شوي؛ چې نفاق هغه پدیده ده چې “اشغالګر” د خپلې بقا لپاره ورته لمن وهي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن خبرو ته طالبان په داسې حال کې غبرګون ښایي، چې یوه ورځ وړاندې یې ویلي و “د یو دولت تر چتر لاندې د افغانستان یووالی امکان نه لري.”