بایډڼ: ښکاره ده چې پوتین په اوکراین کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

لخوا Aamaj News

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړیوالې کیفري محکمې په اوکراین کې د «جنګي جنایتونو» ترسره کولو په تور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو له پرېکړې څخه په ملاتړ سره ویلي: «ښکاره ده چې پوتین جنګي جنایتونه» ترسره کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تېره ورځ ویلي؛ نړیوالې کیفري محکمې یوه ډېره قوي موضوع مطرح کړې ده.

بایډن وویل: «فکر کړم د نړیوالې کیفري محکمې پرېکړه موجه ده؛ خو مساله دا ده، چې موږ هم له نړیوال منظر څخه دا محکمه په رسمیت نه پېژنو، خو فکر کړم دې محکمې یوه ډېره اړینه موضوع مطرح کړې ده.»

له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس یوه بیانیه کې ویلي وو «شک نشته» چې روسیې په اوکراین کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او موږ په ښکاره ډول خبر ورکړی، چې د دې جنایتونو مسوول کسان باید ځواب ویونکي ووسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړیوالې کیفري محکمې د پرېکړې په اړه زیاته کړې، چې د دې محکمې د قاضي پرېکړه «یوه خپلواکه پرېکړه ده» او د هغه «حقیقتونو» پر بنست نیول شوې، چې په لاس کې یې درلودل.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې کیفري محکمې تېره ورځ اوکراین څخه «د ماشومانو په زور ویستلو او جنګي جنایتونو» په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «ژر تر ژره» نیولو حکم صادر کړی دی.

دې فرمان کې راغلي، چې د دې محکمې ۱۲۳ غړو ته دنده سپاري، چې که پوتین یې خاورې ته دننه شو، نوموړی ونیسي او د محکمې لپاره یې حاضر کړي.

ورته وخت روسیې د جنګي جنایت تور رد کړی دی او د نړیوالې کیفري محکمې پرېکړه یې ظالمانه، بې‌ارزښته، بې‌مانا او بې‌باوره بللې ده.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Devops solutions March 27, 2024 - 3:53 pm

… [Trackback]

[…] Find More on that Topic: aamajnews24.com/ps/biden-50/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ