د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د ایران خلک باید هېواد کې یې اوسني وضعیت ته اندېښنه ونه کړي، ځکه د نوموړي په وینا ایران به ډېر ژر آزاد شي.
د امریکا ولسمشر تېره ورځ (پنجشنبه) کالیفرنیا کې د یوې وینا پر مهال د ایران خلکو ته په خطاب کې وویل: «اندېښنه مه کړئ، موږ به ایران آزاد کړو.»
خو بایډن ژر بېرته زیاته کړه: « دوی ژر خپل ځان آزاد کړي.»
د دې لاریونونو په لړ کې او د ایران اسلامي جمهوري پوځي او امنتي ځواکونو لخوا د تاوتریخوالي ډک ځپلو کې تر اوسه څه کم ۲۷۲ تنه وژل شوي او له دې ډلې ۳۴ ماشومان د بشري حقونو سازمان لخوا پېژندل شوي.
وروستیو اونیو کې ایران په ګوټ ګوټ کې د بېمخینې لاریونونو شاهد وو چې له تېرې میاشتې څخه د «ګشت ارشاد» بندخونه کې د مهسا امینې وژل کېدو وروسته پیل شول او همداشان د ایران بېلابېلو ښارونو کې دوام لري.