د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر، جو بایډن په افغانستان او ایران کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر مساوي حقونو ټینګار کړی او زیاته کړې چې ښځې «باید له مساوي حقونو» برخمنې شي.
ښاغلي بایډن تېره ورځ (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې امریکا به تل د بشري حقونو ملاتړ کوي.
د امریکا ولسمشر په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو سختو بندیزونو ته په اشارې سره وویل چې طالبانو د ښځو او ماشومانو حقونه له پامه غورځولي او خلک په ځانګړې توګه ښځې له دوی ورسره مقاومت کوي.
نوموړی همداراز د مهسا اميني له مړينې وروسته په ايران کې لاريونونو ته په اشارې سره وويل: «نن ورځ موږ د ايران د زړورو هېوادوالو او ښځو تر څنګ ولاړ يو چې همدا اوس د خپلو اساسي حقونو د تامین لپاره په لاريون بوخت دي.»
د ښځو پر وړاندې د طالبانو او ایران پر تګلارو د جو بایډن نیوکه په داسې حال کې ده چې طالبانو په پرله پسې توګه ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.