بایډن د سپټمبر 11 په یاد کې: ترهګر هر ځای له منځه وړوو

لخوا Aamaj News

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، هېواد یې لا هم د ترهګرو فعالیتونه څاري او په هرځای کې چې وموندل شي له شک پرته د امریکا دفاع لپاره لاس په کار کېږي.

بایډن دغه څرګندونې پرون ناوخته د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د ۲۱ تلین د نمانځنې په غونډه کې وکړې چې د امریکا د دفاع وزارت په مرکز پنټاګون کې جوړه شوې وه.

نوموړي ټینګار کړی: «د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو عاملین به دوزخ تر دروازو څارو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دوی دوام نشي کولی.»

نوموړي زیاته کړې: «پر امریکا د یو بل برید د مخنیوي لپاره زموږ ژمنې بې پایه دي او امنیتي ارګانونه به اجازه ورنکړي چې دغه هېواد بیا د نړۍ له کوم ځای څخه وګواښل شي.»

بایډن ویلي: «امریکا د اسامه بن لادن په موندلو او له منځه وړلو لس کاله وخت ونیو او په دې اوړي کې مې د القاعدې شبکې پر مشر ایمن الظواهري باندې د برید امر وکړ.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «امریکا هېڅکله هم د ترهګرو پلټولو کې آرامه نه پاتې کیږي، نه یې هیروي او نه هم د ترهګرو څارنې څخه لاس په سر کېږي او اوس الظواهري بیا هیڅکله امریکا ته ګواښ نه شي کولی.»

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱ مه د القاعدې شبکې ځینو غړو څلور امریکايي مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې د نړۍ د سوداګرۍ د مرکز پنټاګون له برجونو سره وجنګولې او څلورمه الوتکه یې په پنسلوانیا کې را وپرځېده.

در آن زمان امریکا اعلام کرد که در این رویدادها حدود ۳ هزار نفر کشته شده‌اند.

هغه مهال آمریکا خبر ورکړ، چې دې پېښه کې شااوخوا درې زره کسان وژل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ