جو بایډن: “له افغانستان څخه د وتلو ” له امله بښنه نه غواړم؛ تر یوې ادارې لاندې د افغانستان یووالی امکان نه لري.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۲م کال کې په وړاندې خپله لومړی خبري ناسته کې، له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې دفاع وکړه او ویې ویل؛ چې له ۲۰ کالونو وروسته له افغانستان څخه د وتلو په موخه هېڅ ساده لارې شتون نه درلود. نوموړي نوموتې معقولې ته اشاره وکړه او ویې ویل” افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.”
همداشان جوبایډن د افغانستان جګړې اقتصادي اړخ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې هره اونۍ زموږ میلیاردونه ډالر په افغانستان کې په مصرف رسېدې. د بایډن په باور د افغانستان جګړې دوام په بې ځایه ډول د پیسو له مصرف او د امریکایي سرتېرو د تابونو له راټولو بله پایله نه درلوده. بایډن باور لري چې تر د یو دولت تر چتر لاندې د افغانستان متحد کول امکان نه لري.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندوړې کړې، چې امریکا په افغانستان کې د ۲۰ کاله شتون وروسته، په ۲۰۲۰ م کال کې د دوحې تړون سره له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وېستلو او په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو واک ته رسېدو لارې چارې جوړې کړې. په ۲۰۲۱ م کال د اګېسټ په ۱۵ مه د افغانستان ولسمشر له تښتېدو سره سیاسي او پوځي نظم وپاشل شو او طالبان واک ته ورسېدل.
1 تبصره
Definitely what a great blog and instructive posts I definitely will bookmark your site.All the Best!