جو بایډن: امریکا کابل کې د القاعدې ډلې رهبر ایمن‌الظواهري وژلو

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن خبر ورکړی چې کابل ښار کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې، د القاعدې شبکې رهبر ایمن‌الظواهري وژل شوی.

بایډن تېره ورځ (دوشنبه) ناوخته په سپینه ماڼۍ کې ویلي: «الظواهري له میاشتو را په دېخوا د امریکا تر نظر لاندې وو نوموړی د کابل مرکز ته راغلی وو تر څو د خپلې کورنۍ له غړو سره ووسي. ما د نوموړي د ځای په اړه د قانع کوونکو شواهد له څېړنې وروسته، د جګړې له ډګر څخه د نوموړي د حذف کولو لپاره مې د کره ‌ډز کولو امر صادر کړ.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړې: «چې الظواهري د امریکايي ښاریانو په وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو کې لاس درلود.»

نوموړي زیاته کړې: «اوس عدالت ترسره شوی او د تروریستانو دا رهبر اوس بهرنی شتون نه لري.»

د سپټمبر ۱۱مې بریدونو، د تانزانیا، نایروبي او کنیا په دارالسلام ښارونو کې د امریکا په سفارت خونوکې د بم ځای پر ځای کولو کې لاس درلودل او یمن د عدن په سواحلو کې د امریکا په په یو اس‌اس‌کول باندې برید او موخه ګرځولو په ګډڼ بایډن د امریکایي موخو باندې بریدونو کې د الظواهري رول ته په اشارې سره ویلي: «نه باید شک وکړ، هر څوک چې امریکایي وګړو په وړاندې ګواښ ووسي څېړل کېږي او موخه ګرځول کېږي.»

امریکایي چارواکو ویلي چې د القاعدې رهبر تازه له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره د کابل ډيپلومات مېیشتې (شیرپور) سمیې ته را نقل شوی وو.

دوی زیاته کړې چې الظواهري کابل کې د خپل استوګنځي په بالکن کې وو چې امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو دوه موشک ورباندې وتوغول؛ خو دې برید کې د نوموړي کورنۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

د الظواهري وژنه د امریکا لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. نوموړي له ۲۵ کالونو را په دېخوا د امریکا تر څار لاندې وو او واشنګټن یې د پیدا کولو لپاره ۲۵ میلیون ډالره جایزه اېښودلې وه.

الظواهري د امریکا مرکزي اطلاعاتي سازمان په برید کې د «سي‌آي‌اې» بې پیلوټه الوتکو په واسطه ووژل شو.

طالبانو هم منلي چې د دوی استخباراتي څېړنو ښودلې چې د کابل ښار شیرپور سیمه کې د تېرې ورځې هوایي بریدونه د امریکا بې‌پيلوټه الوتکو لخوا ترسره شوی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت دا برید چې د هر لامل له امله ترسره شوی وي، غندي او دا په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو او د دوحې له هوکړه لیک سرغړونه بولي.
الظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې رهبري په غاړه واخیسته.

نوموړی او بن لادن په امریکا د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو جوړونکي وو او د نوموړي نوم په امریکا کې د « تر ټولو لویو تښتېدلو تروریستانو« په نوملړ کې وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ