سپینه ماڼۍ اعلان کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن د عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبري اتري کړي دي.
د سپیني ماڼۍ د علامیې پر بنسټ، د امریکا ولسمشر له ښاغلي سلمان سره په لیدنه کې د کار او زده کړي څخه د برخمن کېدو لپاره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړ خبري کړي دي.
دواړو خواوو همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو او ترهګریزو کواښونو سره د مبارزې په اړه خبري کړي دي.
دواړي لوري له کابل سره د بشري مرستو د دوام د ارزښت په اړه هم ټینکار کړی.
بایډن او محمد بن سلمان د افغانستان له امنیت څخه د ملاتړ او په دغه هیواد کې د مېشتو ترهګرو له ګواښونو سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د دوی په دغه ګډه اعلامیه کې همداراز له ترهګریز، افراطیت، د دوو ډلو القاعده او داعش سره مقابلې، د افراط ګرو د تبلیغاتو سره مبارزې او د ترهګرۍ د تمویل کانالونو بندولو په اړه هم خبري کړي دي.
د سپیني ماڼۍ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی چې عربستان او متحده ایالاتو همدارنګه د داعش د ماتې په برخه کې د نړیوال ایتلاف د بریالیتوب څخه خوښي څرګنده کړې او خپلو اصلي هیوادونو ته د داعش د پاني شوني او د دوی د کورنیو بیا راستنولو په اړه ټینګار شوی دی.