د امریکا ولسمشر اسرائیلو او ختیځ بیت المقدس ته له سفر وروسته، سعودي عربستان ته ورسېد. بایډن له عربستان سره د اړیکو د بیارغونې په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.
جو بایدن وایي چې د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره په لیدنه کې یې هوکړه کړې چې اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې چې د عربستان ورځپاڼه لیکونکی، جمال خاشقجي د قتل موضوع یې وړاندې کړې ده.
نوموړي ویلي چې د سعودي د خبریال قتل د هغه او متحده ایلاتو لپاره خورا د ارزښت وړ دی.
د دواړو هېوادونو د یوې ګډې بیانې پر بنسټ چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپره کړې؛ بایډن د عربستان له امنیت څخه پر ملاتړ د خپل هېواد پر دوامداره او جدي ژمنتیا ټینګار کړی دی.
پر دې بنسټ دواړو هېوادونو همدارنګه دنورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران د لاس وهنې، د وسله والو ډلو له لارې له تروریزم څخه د دغه هېواد ملاتړ او د سیمې امنیت او ټیکاو خرابولو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی.
جو بایډن د محمد بن سلمان یو له سختو نیوکه کوونکو څخه دی.
د امریکا د امنیتي ادارو د اټکل له مخې، محمد بن سلمان د جمال خاشقچي په قتل کې لاس لري. د سعودي عربستان ولیعد تل دا راپورونه رد کړی، او د سعودي محکمې «خپلسري» عوامل د هغه مسوول ګڼلي دي.
جو بایډن عربستان ته له ننوتو مخکې خبریالانو ته وویل چې د جمال خاشقچي د وژني په اړه یې نظر هیڅ بدلون نه دی کړی او هغه په عربستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د مسالې له طرحې هیڅ اندېښنه نه لري.
دا عربستان ته د ولسمشر په توګه د جو بایډن لومړنی سفر دی.
1 تبصره
qsnhbpsfb yiqgw woyhyjr kmqs vbkfgwbatrrdngv