بایډن د «د امریکا غیرناټویي ملاتړي» په توګه د افغانستان ځای لغوه کوي

لخوا Aamaj News

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یاد هېواد د استازو او سنا مجلسونو رهبرانو ته په یو لیک کې ویلي؛ چې هوډ لرې د امریکا غیر ناټویي اصلي ملاتړي په توګه د افغانستان ځای لغوه کړي.

سپینې ماڼۍ چې نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۵) له ولسمشر بایډن څخه په نقل قول کانګرې ته لېږلې؛ لیکلي یې دي: «غواړم د غیر ناټویي اصلي ملاتړي په توګه د افغانستان ځای لغوه کولو په اړه له خپل هوډ څخه تاسې ته خبر درکړم.»

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د خپل اصلي غیر ناټویي ملاتړي په توګه اعلان کړ او د کابل او واشنګټن لپاره یې دا لارې چارې برابرې کړې تر څو خپلې دفاعي او اقتصادي اړیکې وساتي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ؛ امریکا به له دې وروسته ۱۸ غیر ناټویي اصلي ملاتړي ولري چې ارجنټاین، آسټرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردون، کوېټ، مراکش، نیوزیلنډ، پاکستان، فلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلنډ او تونس به وي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې امریکا له افغانستان څخه له ۲۰ کاله جګړې وروسته تېر کال په داسې حال کې بهر شوه؛ چې دې جګړه کې یې ۲۴۶۱ پوځیان ووژل شول او څه باندې ۲۰ زره پوځیان یې ټپیان شول.

د دې سربېره چې دا هېواد نور په افغانستان کې پوځي شتون نه لري؛ خو په تېر یو کال کې یې دې هېواد ته ۷۷۴ میلیون ډالره بشري مرسته برابره کړې.

د امریکا دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبانو له شل کاله وروسته د ۲۰۲۱ کال اګېسټ کې واک ترلاسه کړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ