جوبایډن د روسیې ولسمشر جګړه‌ییز جنایت کوونکی وبللو

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره د روسیې ولسمشر ولا دیمیر پوتین جګړه‌ییز جنایت کوونکی وبللو.

بل پلو کرملین د بایډن دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ چې دا خبرې د نه منلو او نه بښلو وړ دي.

د بایډن دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ د چې د راپورونو پر بنسټ، چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې.

اوکرایني چارواکو ویلي؛ چې د روسیې د یرغل په لړ کې د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې درې میلیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي.

په ورته وخت کې؛ ښایي نن (پنجشنبه د کب ۲۶مه) په اوکراین کې د انساني ناورین له ډېرښت څخه د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه ترسره شي.

ډیپلوماټیکو سرچینو راپور ورکړی؛ چې وروستیو ورځو کې د اوکراین ملکي وګړو مېشتو سیمو په لور د روسیې ډزو په لړ کې، متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، ایرلنډ، ناروې او آلبانیا د یادې ناستې ترسره کېدو غوښتونکي شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ