وال‌سټریټ ژورنال: د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ولیعهد د تلیفوني خبرو لپاره د بایډن غوښتنه رد کړه

لخوا Aamaj News

وال سټریټ‌ژورنال د امریکا او منځني ختیځ د چارواکو له خولې ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد او د متحده عربي اماراتو ولیعهد په وروستیو اونیو کې د اوکراین د کړکېچ په اړه د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د ټیلیفوني خبرو لپاره د امریکا د حکومت غوښتنې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دواړو تېره اوونۍ د اوکراین د کړکېچ په اړه د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره جلا جلا خبرې کړې وې.

د یاد راپور له مخې، سعودي چارواکي د یمن په جګړه کې د امریکا د لا زیاتې مرستې، د ریاض د ملکي اټومي پروګرام په عملي کولو کې د امریکا د مرستې او په امریکا کې د سعودي ولیعهد لپاره د قانوني مصونیت د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د سعودي یو چارواکي ویلي؛ چې سپینې ماڼۍ د سعودي عربستان له ولیعهد څخه غوښتي چې د اوکراین په کړکېچ کې منځګړیتوب وکړي.

د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې سپینه ماڼۍ هڅه کړي تر څو د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د دفاعي توان د پیاوړي کولو او د هغوی د امنیتي اندېښنو حل ته لاسرسی وکړي.

دغه چارواکي زیاته کړې؛ چې جوبایډن هڅه کوي له سعودي عربستان سره د انرژۍ د بازار او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ