بایډن د اوکراین ولسمشر ته: “د روسیې بې دلیله او غیر موجه برید محکوم کوو”

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن پر خپله فېسبوک پانه د یو پیغام خپرو سره د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره له خپلو ټلیفوني خبرو اترو خبر ورکړی.

بایډن زیاته کړې: “ما د روسیې پوځي ځواکونو دا بې دلیله او غیر موجه برید محکوم کړ.”

جو بایډن زیاته کړې؛ چې زلنسکي له نوموړي غوښتي چې د نړۍ رهبران باید وغواړي ترڅو د روسیې ښکاره یرغل په اړه په وضوح سره خبرې وکړي او د اوکراین د خکو تر څنګ ودرېږي. د بایډن په وینا نوموړی سبا د “۷ ډلې” له رهبرانو سره لیدنه کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې امریکا او ملاتړي به یې پر روسیه سخت بندیزونه ولګوي او له اوکراین څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د دواړو ولسمشرانو دا ټلیفوني خبرې اترې په داسې حال کې کېږي؛ چې د روسیې ولسمشر نن سهار د اوکراین ختیځ دونباس سیمه کې د ځانګړو عملیاتو فرمان ورکړ او له هغې وروسته د اوکراین پلازمینې کی‌یف په ګډون په بېلا بېلو ښارونو موشکي بریدونه ترسره شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ