بایډن: پوتین پر اوکراین د برید پرېکړه نیولې

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې خبر ورکړی، چې نوموړی باوري شوی؛ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید پرېکړه کړې؛ خو بایډن ټینګار کړی چې د ډیپلوماسۍ لپاره همداشان فضا پاتې ده.

د نوموړي په باور؛ ډیپلوماسي تل یو امکان دی او هیله ده چې ډیپلوماسي د اوکراین او روسیې تر منځ شخړې کمې کړي.

جوبایډن زیاته کړې: “داسې دلیلونه لرو چې روسیي ځواکونو په راتلونکو ورځو او اونیو کې قصد لري پر اوکراین برید وکړي او د امریکا متحده ایالات باور لري چې روسیه به د اوکراین پلازمینه، کي‌یف موخه وګرځوي.

بل پلو د بایډن حکومت څو ځلې ټینګار کړی، چې که روسیه وغواړي ډیپلوماټیکې حل لارې د امکان وړ دي؛ خو د برید لپاره د روسیې د پرېکړې په صورت کې، واشنګټن او اروپایي ملاتړي یې چمتو دي تر څو سخت بندیزونه وضع کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې روسیې څو ځلې پر اوکراین د هر ډول برید پروګرام درلودل دروغ ګڼلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ