جو بایډن: ایران به هېڅکله هسته‌اي وسلو ته لاسرسی ونه مومي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن او د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان د سیمه ییزو بدلونونو او د اوپک پلاس هوکړې، (د نفت صادرونکو هېوادونو لپاره د دوه مجمع) په اړه ټلیفوني خبرې اترې کړې دي.

دغه رهبرانو د انرژۍ نړیوالو عملیاتو په اړه، له “اوپک پلاس” پرېکړې وروسته په مارچ میاشت کې د نفت د تولید د ډېرښت لپاره نړیوالو غوښتنو په اړه خبرې کړې دي.
د عربي رسنیو د راپور پر بنسټ، ملک سلمان د نفتو په بازارونو کې د ثبات او تعادل ساتلو پر اهمیت، په دې برخه کې د اوپک پلاس تاریخي هوکړې رول او د یاد هوکړې د ساتنې په ارزښت ټینګار وکړ.

بایډن او سلمان د “د سعودي عربستان په سویل او یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثي شورشیانو” دوامداره بریدونو په وړاندې د یوبل له امنیت څخه ملاتړ اعلان کړ.

سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی، چې ولسمشر بایډن له سعودي عربستان ته له تضمین سره ژمنه کړی چې ایران هېڅکله نه توانېږي هسته‌اي وسلو ته لاسرسی ومومي.

سپینې ماڼۍ همداشان زیاته کړې؛ چې بایډن به د سعودي عربستان پادشاه، پر ایران د هسته‌ای پروګرام د بندیزونو په څو اړخیزه خبرو اترو کې ځای ورکړي.
دغه دوه رهبرانو د منځني ختیځ او اروپا د مسائلو په اړه هم خبرې کړې دي او هوکړه یې کړې چې ټيمونه به یې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې له نږدې له یوبل سره همغږي ووسي.

د برجام د تمدید کولو خبرو اترو نهم پړاو اوسمهال په وین کې دوام لري او ځینې څارونکي په دې باور دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه نږدې ده. په ورته وخت کې ایران د بالستیک موشکونو د آزمایښت ته دوام ورکړی او د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر خاوره د حوثيانو بریدونه دوام لري.

له دې سره له برجام څخه د امریکا پخواني ولسمشر د وتلو سربېره عربستان له دې کړنې ملاتړ کړی و. په دې وروستیو کې ایران او تهران د یمن په ګډون یوه نیابتي جګړه کې نښتي. دواړه لوري په یمن کې له دوښمنو طرفینو څخه ملاتړ کړي.

د ایران دولت په مکرر ډول د غربي هېوادونو له لوري د هسته‌ای تسلیحاتو د تولید پر هڅو تورن شوی. خو تهران تل دا تورونه رد کړي. همداشان د یاد هېواد مذهبي رهبر سید علي خامنه‌ای د ډله ییزو وژنو د وسلو تولید شرعي حرام بللی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ