بایډن د قطر امیر ته: قطر د امریکا غیر ناټویي اصلي متحد په توګه معرفي کوم

لخوا Aamaj News

د قطر امیر، شیخ تمیم بن محمد آل‌ثانی تېره ورځ امریکا متحده ایالاتو ته په سفر کې د امریکا ولسمشر جوبایډن سره لیدلي.

جوبایډن په دې لیدنه کې ویلي چې قطر د امریکا غیر ناټویي اصلي متحد په توګه معرفي کوي

بایډن د قطر له امیر سره په لیدنه کې د خبرو په ترڅ کې د افغانستان کتنه کړې او له امریکا سره یې د قطر پینځه کلنې همکارۍ څخه یادونه کړې.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د تېر کال په بهیر کې له قطر سره ګډون، د امریکا په ډېری حیاتي ګټو کې اساسي رول لوبولی او د افغانستان زرګونه ښاریانو ځای پر ځای کولو څخه یې د لویې نمونې په توګه یادونه کړې.

په یاده لیدنه کې د قطر امیر ویلي چې دوحې او واشنګټن وښودله چې د افغانستان په اړه یوځای په قوي ډول کار او همکاري کولی شي.

د قطر امیر زیاته کړې: “ویاړي چې توانېدلي لسګونه زره کسان یې له افغانستان څخه تخلیه کړي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته، قطر د افغانستان ښاریانو د تخلیې په مسیر بدلون کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ