بایډن طالبانو ته: یرغمل نیول یو ظالمانه او بزدلانه عمل دی

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د بهري ځواکونو غړي، مارک فریچ د ورکېدو له دوه کالونو پوره کېدو سره؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي د خوشي کېدو غوښتونکی شو. اسوشیټډ‌پرس راپور ورکړی چې له دې حال سره داسې برېښي چې مارک له حقاني شبکې سره اسیر وي.

بایډن په دې اعلامیه کې ویلي: “د امریکایانو یا د هر غیر پوځي بې ګناه کس امنیت ته ګواښ تل د منلو وړ نه دی او یرغمل نیول او ظالم او بزدلانه عمل دی.”

بایډن زیاته کړې؛ وړاندې له دې چې طالبان د تمه ولري چې د مشروعیت اړوند هر ډول غور وشي، باید ژر تر ژره مارک فریچ خوشي کړي. دا د مزاکرې وړ نه ده.

د مارک فریچ خور د امریکا له ولسمشر غوښتي چې نوموړی کور ته راوګرځوي. له اسوشیټېډ پرس څخه په نقل قول د امریکا بهري ځواک د دغه غړي خور زیاته کړې: “پوهېږم چې ولسمشر د دې کار لپاره لارې چارې لري او هیله لرم کورته د مارک خوندي راګرځېدل ولسمشر لومړیتوب باندي بدل شي.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ