په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وايي، په پنجشیر کې د ملکي وګړو د نیوني او شکنجې په اړه د بشري حقونو د څار ادارې راپور په کلي توګه د ده له څېړنو سره سمون لري.
ریچارډ بنټ د پنجشېر د وضعیت په اړه د بشپړي او روڼي څیړني غوښتنه کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې لومړی ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي او بیا یې شکنجه کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبانو په نورو ولایتونو کې هم د خپل مخالفي جبهې په وژلو لاس پوري کړی.
د بشري حقونو د څار سازمان د مقاومت کوونکو د بریدونو د زیاتوالي یادونه هم کړې او ويلي چې د بریدونو له شدت وروسته طالبانو پنجشېر ته د ګڼ شمېر جنګیالي په استولو سره د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور یې ولسي خلک بندیان او شکنجه کوي.
په همدې حال کې د طالبانو له زندانه خوشې شویو کسانو د بشري حقونو څار ته ویلي چې طالبانو دوی وهلي او د مقاومت د جبهې په اړه یې معلومات غوښتي دي.
خوشي شوي کسان تاییدوي چې پنجشیري ځوانان په څو زندانونو کې په ډلییز ډول ساتل کیږي.
باید یادونه وشي چې ريچارډ بنټ څه موده وړاندي افغانستان ته د بشري حقونو د ارزوني او د بشري حقونو د سندونو په چوکاټ کې د افغانستان د ژمنو د پلي کولو په اړه د خبرو په موخه سفر کړى و، خو ښاغلي بنټ په افغانستان کې د خپل پاتې کیدو پر مهال پنجشېر، اندراب او تخار ته چې په دې وروستیو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو تر منځ د نښتو شاهد وو سفر و نه کړ.
5 تبصرې
Some really excellent info Sword lily I detected this.
There is some nice and utilitarian information on this site.
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really.. Watch iran bbc farsi
I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing