بنټ: په کابل او مزارشریف کې وروستي بریدونه دې په بشپړ او خپلواک ډول وڅېړل شي

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي؛ چې کابل او مزار شریف ښارونو کې وروستي بریدونه دې په بشپړ او خپلواک ډول وڅېړل شي.

بنټ تېره ورځ (د غبرګولي ۶مه) ناوخته د یو ټویټ په خپرولو سره د غیرپوځیانو په وړاندې د بریدونو له دوام اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې دا بریدونه باید په بشپړ او خپلواک ډول وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې نوموړی د وروستیو او نورو بریدونو په اړه بشپړو، خپلواکو او د سرچینو لرونکو څېړنو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د تېرې اونۍ، سه شنبه ورځ ماښام د کابل او مزار په ښارونو کې وروستیو بریدونو کې؛ یو زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ