متقي ریچارډ بینیټ ته: په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د مغرضو رسنیو او کړیو پر بنسټ راپورونه دي نه جوړیږي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکی، ریچارډ بینیټ سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (چهارشنبه، د غوايي ۲۸مه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ښاغلي متقي له ریچارډ بینیټ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د مستندو حقایقو پر بنسټ خپل راپور چمتو کړي؛ نه د رسنیو، مغرضو کړیو یا په بهر کې د اپوزیسیون د راپورونو له مخې.

په ورته وخت کې ښاغلي ریچارډ ژمنه وکړه چې د دوی راپور به د حقایقو پر بنسټ وي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی دې هیواد ته ته خپل یوولس ورځنی سفر پیل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی بینیټ به د طالبانو له چارواکو، د مدني ټولنې له غړو او په افغانستان کې مېشت دیپلوماتانو سره د لیدنې سربیره د لومړي لاس معلوماتو لپاره ساحوي لیدني هم ترسره کړي.

له یوې خوا تر دې مخکې په پنجشېر، تخار او بغلان ولایتونو کې د طالبانو له خوا د جنګي جنایتونو د راپورونو له خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم په دې اړه څرګندونه کړې وه.

ریچارډ بینیټ ویلی و چې هغه د پنجشېر، تخار او بغلان شمالي ولایتونو څخه ډیری خورا ځورونکي فلمونه، غږیز فایلونه او راپورونه ترلاسه کړي چې نورو څیړنو ته اړتیا لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ