ریچارډ بنټ: د بلخاب ولسوالۍ څخه راپورونه اندېښمنوونکي دي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د بشري حقونو د سرغړوني په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی نن (دوشنبه، چنګاښ ٦مه) په یو ټویټ کې د بلخاب ولسوالۍ څخه راپورونه اندېښمنوونکي بللي دي.

هفه زیاته کړې چې قانون هاخوا وژني، د اوسېدونکو بېځایه کېدل، د شتمنیو تخریب او د بشري حقونو د سرغړوني نور موارد په بلخاب کې ترسره شوي دي.

بنټ همدارنګه زیاته کړې: ”په خواشینۍ سره د اطلاعات نشتون، د انټرنټ غوڅ کېدل او رسنیو ته د موضوع د پوښښ اجازې نه ورکولو لکبله نشي کولی دغه راپورونه تایید کړي.“

هغه ټینګار کړی چې ټولي خواوي باید نړیوال بشري قوانین او بشردوستانه نړیوال حقوق مراعات کړي.

دا اندېښنې په داسي حال کې کیږي چې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلی چې په بلخاب کې وضعیت عادی شوی او له هیچا سره ظلم او ستم ندی شوی.

ښاغلی مجاهد څرګنده کړې چې له ملکي وګړو سره ناسم چلند او یا دوی ته مرګژوبلي اوښتل حقیقت نه لري.

د یادوني وړ ده چې له څو ورځو راپدېخوا، د طالبانو او د طالبانو ناخوښ هزاره تبار قومندان، مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ په بلخاب ولسوالۍ کې نښتي زور اخیستي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ