په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ د طالبانو له خوا د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون لغوه کول یوه لویه ماتې وبلله.
نوموړي نن (پنجشنبه، د غوايي ۲۹مه) په یو ټویټ کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ، د بشري حقونو د څار او ودې او د شکایتونو ترلاسه کولو لپاره یو خپلواک کورنی میکانیزم حیاتي دی.
بنټ زیاته کړې؛ چې نوموړی له طالب چارواکو سره د بشري حقونو کمیسیون منحلول څېړي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو حکومت د یو فرمان په صادرولو سره د تېر حکومت د يو شمېر بنسټونو منحلولو اعلان وکړ.
په ورته وخت کې د بشري حقونو کمیسیون سربېره دې فرمان کې د اساسي قانون د بیاکتنې کمیسیون د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاوې، د ملي روغې جوړې عالي شورا او د ملي امنیت شورا هم ګډون لري ده.
دا په داسي حال کې ده چې ریچارډ بنټ په لس ورځني سفر افغانستان ته راغلی دی.