د ښځو مبارزه؛ «په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض» موضوع په نړیواله غونډه کې مطرح شوه

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ ویلي دي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره «قصدي» پالیسي غوره کړې ده.

ښاغلي بنیټ پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د «جنسیتي آپارتاید سره د مبارزې» په نوم په یوه غونډه کې زیاته کړی چې د افغان ښځو او نجونو تر منځ «نا امیدي» شته او «نړیوالې ټولنې له هغوی سره خیانت کړی دی.»

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو د شورا ځانګړې رپورټر ټینګار کړی چې په نړیواله ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو دا بې ‌باوري «یوازې په عملي اقداماتو سره حل کیدی شي، نه د غندنې او خواخوږۍ په څرګندولو.»

ریچارډ بینیټ دې ته په اشارې سره چې افغان ښځې باید د افغانستان په دننه او په نړیوالو بنسټونو کې په سیاسي پریکړو کې د پام وړ رول ولري، زیاته کړه: «له افغان ښځو سره باید خبرې وشي، نه د هغوی په اړه.»

د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو د شورا ځانګړې رپورټر وویل: «جنسي ځورونه یو نړیوال جرم ګڼل کیږي. خو جنسیتي آپارتاید داسې نه دي.»

بینیټ همداراز وړاندیز وکړ هغه خلک چې د بشري حقونو سرغړونه کوي باید ورباندې بندیز ولګول شي.

د يادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «جنسي آپارتاید» د څېړلو په موخه د هېوادونو او د بشري‌حقونو د سازمانونو د استازو په حضور کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازې رینا امیري، ریچارډ بینیټ او د ملګرو ملتونو یو شمېر استازو خبرې وکړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ