د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ د کابل په لوېدیځ کې د داعش د وروستي برید په غبرګون کې چې له امله یې ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، ویلی چې د دغه کرکمن برید عاملین باید له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی تېره شپه (زمري ۱۴مه) په یو لړ ټویټونو کې د دې پېښي د قربانیانو له کورنۍ سره د خواخوږي په څرګندول سره، طالبان د خلکو د ژوند د ساتني مسول بللي او ویلي چې طالبان د ټولو افغانانو د ساتنې مسوولیت لري.
نوموړی ویلی: «د کابل په لویدیځ کې د هزاره ګانو د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې پر ملکي وګړو وحشتناک برید د هغو جنایتونو دوام دی چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې ده.»
د کابل په لوېدیځ کې د سر کارېر په سیمه کې یو جومات ته نږدې د جمعې د ورځي په برید کې ٥٠ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغې چاودنې پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.