د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ ویلی چې د نړیوالو قوانینو له مخې جنستي ځورونه د بشریت په وړاندې یو ډول جنایت ګڼل کیږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی تېره ورځ (شنبه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو بیانیې ته په اشارې سره زیاته کړې ده: «افغان ښځې یوازې نه دي او موږ به یې یوازي پرې نږدو.»
ښاغلي بنټ ټینګار کړی چې د جنسیتي ځورونې عاملین به د خپلو اعمالو حساب ورکونکي وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه سرغړونې په «شدت» سره زیاتې شوي او له ښځو او نجونو سره د هغوی دا ډول چلند ښايي «بشریت په وړاندې جنایت» وي.
د دغه سازمان کارپوهانو د طالبانو دغه چلند «په نړۍ کې تر ټولو ناوړه» بللی او له طالبانو یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More on on that Topic: aamajnews24.com/ps/bennet-4/ […]