د سي ان ان ټلویزیون راپور ورکړی دی؛ چې امریکا به د بیجینګ المپیک لوبو کې د بشري حقونو د نقض او د اقلیت مسلمانانو د نسل وژنې له امله د بیجینګ المپیک تحریم کړي او ګډون به نه پکې کړي.
همداشان رویترز راپور ورکړی؛ چې د بایډن حکومت د فعالینو او کانګریس تر فشارونو لاندې دی، چې د بیجینګ المپیک لوبو کې ګډون ونه کړي. تر اوسه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.